کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړي مخلص احمد ویلي، د افغانستان او پاکستان سوداګرو په یوه انلاین غونډه کې د تورخم بندر د بندېدو او سوداګرو ته د شوي زیان په اړه خبرې کړي.
په یاده غونډه کې د دواړو هېوادونو سوداګرو ټینګار کړی، چې د بندر بند پاتې کېدل د وارداتو او صادراتو بهیر ټکنی کړی، چې له امله یې وارېدونکي او صادرېدونکي توکي د خرابېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
دوی له افغان او پاکستاني حکومته غوښتي، چې ژر تر ژره دې د لارې بندښت ستونزه هواره کړي.
تورخم دروازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه سوداګریزه لار ده، د پاکستان له لوري د ۱۶ ورځو راهیسې بنده شوې، چې له امله یې د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/