افغان او پاکستانی سوداګرو د تورخم لارې په اړه انلاین ناسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوی غړی مخلص احمد ویلی، د افغانستان او پاکستان سوداګرو په یوه انلاین غونډه کې د تورخم بندر د بندېدو او سوداګرو ته د شوی زیان په اړه خبرې کړی.

په یاده غونډه کې د دواړو هېوادونو سوداګرو ټینګار کړی، چې د بندر بند پاتې کېدل د وارداتو او صادراتو بهیر ټکنی کړی، چې له امله یې وارېدونکی او صادرېدونکی توکی د خرابېدو له ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی له افغان او پاکستانی حکومته غوښتی، چې ژر تر ژره دې د لارې بندښت ستونزه هواره کړی.

تورخم دروازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه سوداګریزه لار ده، د پاکستان له لوری د ۱۶ ورځو راهیسې بنده شوې، چې له امله یې د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.