ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږی/سنبلې ۱۴مه او د سپټمبر میاشتې ۵مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، چې نن له غرمې وړاندې د روسیې سفارت مخې ته په یوه چاودنه کې د سفارت دوه روسی کارکوونکی وژل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخی وایی، په پېښه کې څو تنه افغان مراجعین هم ټپیان شوی.
ښاغلی بلخی پر ټویټر پېښه غندلې ده او وایی، چې د امنیتی بنسټونو لخوا هر اړخیزې څېړنې روانې دی.
هغه ویلی، چې د سفارت د خوندیتوب لپاره یې ځینې ګامونه پورته کړی، تر څو د ورته احمتالی بریدونو مخه ونیسی.
بلخی ټینګار کړی، چې دښمنانو ته به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو خرابېدو اجازه ور نه کړی.
گهیځ