کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیـ ـح الله مـ ـجاهد د روانې مارچ میاشتې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ناستې په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) فعالیتونه لکه څرنګه چې اړتیا وه، ګټور نه دي.
مـ ـجاهد رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې څرګنده کړې، چې یوناما تل د افغانستان په اړه منفي راپورونه وړاندې کړي، چې د ملګرو ملتونو په کچه یې د افغانستان په اړه ناسالم ذهنیت رامنځته کړی دی.
هغه زیاته کړې، یوناما باید نړۍ ته د افغانستان د مثبت بدلونونو، امنیت او پرمختګونو واضح انځور وړاندې کړی وای، خو د دوی ناسم او یو اړخیز راپورونه د دې لامل شوي، چې د افغانستان واقعیتونه پټ پاتې شي.
ذبـ ـیح الله مـ ـجاهد ټینګار کړی، چې یوناما د افغانستان له واقعي حالت نه سترګې پټې کړي او تل یې هڅه کړې، چې منفي موارد ولټوي، چې دا کار نه یواځې د افغانستان بلکې د ملګرو ملتونو حیثیت ته هم زیان رسوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د روانې مارچ میاشتې په ناسته کې د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت د تمدید یا پای ته رسېدو پرېکړه کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/