کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزی ویاند ذبیـ ـح الله مـ ـجاهد د روانې مارچ میاشتې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ناستې په غبرګون کې ویلی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسی استازولۍ (یوناما) فعالیتونه لکه څرنګه چې اړتیا وه، ګټور نه دی.
مـ ـجاهد رسنیو ته په استول شوی غږیز پیغام کې څرګنده کړې، چې یوناما تل د افغانستان په اړه منفی راپورونه وړاندې کړی، چې د ملګرو ملتونو په کچه یې د افغانستان په اړه ناسالم ذهنیت رامنځته کړی دی.
هغه زیاته کړې، یوناما باید نړۍ ته د افغانستان د مثبت بدلونونو، امنیت او پرمختګونو واضح انځور وړاندې کړی وای، خو د دوی ناسم او یو اړخیز راپورونه د دې لامل شوی، چې د افغانستان واقعیتونه پټ پاتې شی.
ذبـ ـیح الله مـ ـجاهد ټینګار کړی، چې یوناما د افغانستان له واقعی حالت نه سترګې پټې کړی او تل یې هڅه کړې، چې منفی موارد ولټوی، چې دا کار نه یواځې د افغانستان بلکې د ملګرو ملتونو حیثیت ته هم زیان رسوی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د روانې مارچ میاشتې په ناسته کې د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت د تمدید یا پای ته رسېدو پرېکړه کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ