کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت د هېواد په ختیځو برخو کې د دیورنډ فرضی کرښې ته څېرمه څه باندې سل امنیتی پوستې جوړې کړې دی.
د خبر پربنسټ، دغه پوستې د دفاع د سرپرست وزیر د حکم په اساس جوړې شوې دی.
د پوستو د جوړولو سربېره، پوستو تر څېرمه د څو سړکونو د جوړولو کار هم پېل شوی دی.
یو له دغو سړکونو د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ سلالې سیمه کې ده چې د جوړولو چارې یې روانې دی.
ختیځ کې د سرحدی لېوا قومندان وایی، چې د تېرو شاوخوا دوو کلونو په اوږدو کې یې د دې زون په کچه، په دریو ولایتونو نورستان، کونړ او ننګرهار کې د ډیورنډ فرضی کرښې په اوږدو کې سل نوې پوستې جوړ کړې دی او په خبره یې دا لړۍ یې اوس هم روانه ساتلې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ