کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ریاست الوزراء مقام له لوری په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی، چې علماء دې له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو څخه په کلکه ډډه وکړی.
خبرپاڼه کې ویل شوی، افغان حکومت مکلف دی چې ټولنه له ټولو هغو کړنو، خبرو، حرکاتو او عاداتو څخه وساتی، چې په ولس کې نزاع، تفرق، تفریق او بې ثباتۍ ته لاره هواروی.
اعلامیه کې د دې بندیز علت د خلکو ترمنځ د اختلافاتو ډېرښت او د تشویشونو زېږون ښودلی دی.
د ریاست الوزراء مقام دغه اعلامیه کې علماوو ته ویلی، د هغو نادرو موضوعاتو، قضایاوو او د علماوو د تفرداتو بیانولو څخه دې هم ډده وکړی، چې د خلکو لپاره د فتنې سبب ګرځی او عامه ذهنیت یې له درک څخه عاجز وی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ