معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت د امریکا سفارت د شارژدافیرې پر وروستیو څرګندونو تند غبرګون ښودلی

افغان حکومت د امریکا سفارت د شارژدافیرې پر وروستیو څرګندونو تند غبرګون ښودلی

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند د امریکا سفارت د شارژدافیرې څرګندونو ته په کلک غبرګون ښودلو سره ویلي، کومې موسسې چې افغانستان کې فعالیت کوي، باید د دې هېواد قوانین او فرمانونه ومني.
د ذبیح الله مجاهد او د امریکا د شارژدافیرې کرن ډیکر ترمنځ په ټویټر کې د دا ډول تندو څرګندونو تبادله وروسته له هغه وشوه، چې وړمه ورځ د افغانستان سرپرست حکومت په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندېز ولګوو.
د حکومت دغه پرېکړه په پراخه نړیواله کچه وغندل شوه، خو د سرپرست افغان حکومت ویاند یې بیا په غبرګون کې ویلي، کومې موسسې چې په افغانستان کې فعالیت لري، د دې هېواد د قوانینو او فرمانونو په رعایت مکلفې دي.
نوموړي زیاته کړې چې چاته به اجازه ورنه کړي، څو د بشري مرستو په نوم د اوسني حکومت د پرېکړو یا چارواکو په اړه بې مسولیته خبرې او یا کوم ګواښ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په ګډون اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم نادولتي موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز غبرګون ښودلی او د حکومت دغه پرېکړه یې غندلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس