کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند د امریکا سفارت د شارژدافیرې څرګندونو ته په کلک غبرګون ښودلو سره ویلی، کومې موسسې چې افغانستان کې فعالیت کوی، باید د دې هېواد قوانین او فرمانونه ومنی.
د ذبیح الله مجاهد او د امریکا د شارژدافیرې کرن ډیکر ترمنځ په ټویټر کې د دا ډول تندو څرګندونو تبادله وروسته له هغه وشوه، چې وړمه ورځ د افغانستان سرپرست حکومت په نادولتی کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندېز ولګوو.
د حکومت دغه پرېکړه په پراخه نړیواله کچه وغندل شوه، خو د سرپرست افغان حکومت ویاند یې بیا په غبرګون کې ویلی، کومې موسسې چې په افغانستان کې فعالیت لری، د دې هېواد د قوانینو او فرمانونو په رعایت مکلفې دی.
نوموړی زیاته کړې چې چاته به اجازه ورنه کړی، څو د بشری مرستو په نوم د اوسنی حکومت د پرېکړو یا چارواکو په اړه بې مسولیته خبرې او یا کوم ګواښ وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په ګډون اروپایی ټولنې، ملګرو ملتونو او ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم نادولتی موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز غبرګون ښودلی او د حکومت دغه پرېکړه یې غندلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ