معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د امر بالمعروف وزارت په تړاو د یوناما وروستی راپور رد کړ

افغان حکومت د امر بالمعروف وزارت په تړاو د یوناما وروستی راپور رد کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت د یوناما هغه راپور رد کړ، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اقداماتو په تړاو یې خپور کړی دی.

یوناما ویلي وو، چې دغې وزارت د افغان ولس په منځ کې د وېرې او ګواښ فضا پراخه کړې ده.

د افغان حکومت ویاند ذبیـ.ـح‌الله مـ.ـجاهـ.ـد په خپلې ایکس پاڼې شوي غبرګون کې ویلي، د یوناما راپور جوړوونکي هڅه کوي افغانستان د غربي لیدلوري څخه وارزوي.

د ده په وینا کوم احکام چې د دغه وزارت لخوا توصیه کیږي، اسلامي دي.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر ماموریت خپل راپور کې د امر بالمعروف وزارت د بشري حقونو په سرغړونې او صادرو شویو لارښونو کې د ابهاماتو او تناقضاتو د شتون سربېره په خصوصي حریم کې د خلکو د فعالیتونو محدوونکي کارونه او د نااټکل شویو لارښونو کې شدت هغه څه بللي، چې د خلکو ترمنځ یې وېره زیاته کړې او ژوند یې ورته اغېزمن کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس