کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت د یوناما هغه راپور رد کړ، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اقداماتو په تړاو یې خپور کړی دی.
یوناما ویلی وو، چې دغې وزارت د افغان ولس په منځ کې د وېرې او ګواښ فضا پراخه کړې ده.
د افغان حکومت ویاند ذبیـ.ـحالله مـ.ـجاهـ.ـد په خپلې ایکس پاڼې شوی غبرګون کې ویلی، د یوناما راپور جوړوونکی هڅه کوی افغانستان د غربی لیدلوری څخه وارزوی.
د ده په وینا کوم احکام چې د دغه وزارت لخوا توصیه کیږی، اسلامی دی.
یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر ماموریت خپل راپور کې د امر بالمعروف وزارت د بشری حقونو په سرغړونې او صادرو شویو لارښونو کې د ابهاماتو او تناقضاتو د شتون سربېره په خصوصی حریم کې د خلکو د فعالیتونو محدوونکی کارونه او د نااټکل شویو لارښونو کې شدت هغه څه بللی، چې د خلکو ترمنځ یې وېره زیاته کړې او ژوند یې ورته اغېزمن کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ