کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوری د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران نوی ولسمشر ټاکل کېدو له امله د ایران ولس او حکومت ته مبارکی ویلې.
بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې هیله ښودلې، چې په ایران کې د نوی حکومت په راتلو سره به د کابل او تهران اړیکې نورې هم پیاوړې شی.
مسعود پزشکیان تېره ورځ د ایران ولسمشریزو ټاکنو کې د زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره د دې هېواد د نوی ولسمشر په توګه وټاکل شو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ