افغان حکومت د تخنیکی او مسلکی برخو پر پیاوړتیا ټینګار کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۳ نېټه):
د چارو ادارې عمومی ریاست د پالیسۍ او څارنې مرستیال سیف‌الدین تایب ویلی، چې سرپرست حکومت هڅه کوی څو مسلکی او تخنیکی برخې لا پیاوړې کړی.
د چارو ادارې د عمومی ریاست د پالیسۍ اوڅارنې مرستیال د کور او ښار جوړونې وزارت د بستونو د برېښنایی ازموینې پرمهال وویل، چې د سرپرست حکومت مشرتابه مسلکی برخو او د هغو پیاوړتیا ته ډېره پاملرنه لری.
بل لور ته د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د کمېسیون مسوولان وایی، چې د کارکوونکو د ګومارنې په بهیر کې د روڼتیا د رامنځته کېدو لپاره په برېښنایی بڼه د ازموینې اخیستل په پام کې لری.
د چارو د ادارې ریاست د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په ۲۹ ولایتونو کې ۱۷ زره بسته ازادې سیالۍ ته وړاندې شوې وو او په راروانه اوونۍ کې به د ښاروالۍ د ۱۶۷ بستونو چې اعلان ته سپارل شوی، ازموینه واخیستل شی.
د دوی په خبره دغه اداره هڅه کوی چې د ازموینو د اخیستو بهیر اسانه کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.