معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د تـ ـحریر الـ ـشام غورځنګ ته د بریا مبارکي ورکړه

افغان حکومت د تـ ـحریر الـ ـشام غورځنګ ته د بریا مبارکي ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره تـ.ـحریر الشام جـ.ـهـ ـادي غورځنګ ته د سوریې پلازمېنې دمشق نیولو مبارکي ویلې.

اعلامیه کې ویل شوي چې دغه غورځنګ دې د انقلاب پاتې پړاوونه هم په داسې ډول مدیریت کړي چې د یوه امن، متحد او باثباته نظام رامنځته کېدو ته لار هواره شي.

افغان حکومت هیله ښودلې چې سوریه کې د واک لېږد بهیر دې د ولس د ارمانونو سره سم په داسې ډول پر مخ ولاړ شي، چې یو خپلواک او خدمتګار اسلامي نظام بنسټ کېښودل شي.

افغان حکومت سوریه کې له ټولو بهرنیو ښکېلو لوریو غوښتي چې له نویو واکمنو سره د مثبت تعامل او همکارۍ سیاست غوره کړي، څو سوریه د ښې حکومتولۍ، امنیت او ثبات پر لور پرمختګ وکړي.

تـ ـحریر الـ ـشام غـ ـورځنګ د سوریې جـ ـهادي ډلو په مشرۍ تېر ورځ سهار د دمشق ښار ونیوه او د خپلې بریا اعلان یې وکړ.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس