افغان حکومت د تـ ـحریر الـ ـشام غورځنګ ته د بریا مبارکی ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره تـ.ـحریر الشام جـ.ـهـ ـادی غورځنګ ته د سوریې پلازمېنې دمشق نیولو مبارکی ویلې.

اعلامیه کې ویل شوی چې دغه غورځنګ دې د انقلاب پاتې پړاوونه هم په داسې ډول مدیریت کړی چې د یوه امن، متحد او باثباته نظام رامنځته کېدو ته لار هواره شی.

افغان حکومت هیله ښودلې چې سوریه کې د واک لېږد بهیر دې د ولس د ارمانونو سره سم په داسې ډول پر مخ ولاړ شی، چې یو خپلواک او خدمتګار اسلامی نظام بنسټ کېښودل شی.

افغان حکومت سوریه کې له ټولو بهرنیو ښکېلو لوریو غوښتی چې له نویو واکمنو سره د مثبت تعامل او همکارۍ سیاست غوره کړی، څو سوریه د ښې حکومتولۍ، امنیت او ثبات پر لور پرمختګ وکړی.

تـ ـحریر الـ ـشام غـ ـورځنګ د سوریې جـ ـهادی ډلو په مشرۍ تېر ورځ سهار د دمشق ښار ونیوه او د خپلې بریا اعلان یې وکړ.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.