کابل- ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۶مه):
پداسې حال کې چې روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ د ټولیز امنیت تړون د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړیدل چې د ټولو قومونو غړی پکې برخه ولری، د وخت لومړیتوب ګڼلی ؤ خو په کابل کې د افغان حکومت ویاندویان دا د افغانستان کورنۍ موضوع ګڼی.
ولادیمیر پوتین په افغانستان کې اوسنی وضعیت ستونزمن ګڼلی او دا خبرداری یې هم ورکړی ؤ چې ښایی ترهګرې ډلې د افغانستان څخه د ټولیز امنیت تړون غړیو هېوادونو ته لاره وومی.
خو په کابل کې حکومتی ویاندویان بیا د پوتین ددې څرګندونو په غبرګون کې وایی چې د افغانستان اوسنی حکومت یو ټولشموله حکومت دی.
په کابل کې د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمی د ټولشموله حکومت د جوړېدو په اړه د روسیې د جمهور رئیس د وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلی چې د حکومت جوړول د افغانانو کورنۍ مسئله ده او د نړۍ او سیمې له هېوادونو یې غوښتی، چې دا ډول مسئلې دې له شته افغان حکومت سره د رسمی ډیپلوماتیکو لارو وڅېړی.
ښاغلی کریمی همدا راز وویل: “افغانستان یو خپلواک هیواد دی او خپل تصامیم په خپله نیولی شی.”
نوموړی زیاته کړه چې د سیمې او نړۍ هېوادونه دې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه شی او له افغانستان سره دې د رسمی او ډیپلوماتیکو اړیکو په برخه کې ګامونه واخلی ترڅو دده په وینا ستونزې په مسئوولانه لارو چارو حل شی.
د روسیې ولسمشر په یاده غونډه کې دا هم وویل چې دده په خبره په سیمه کې د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره “ځانګړو ګډو عملیاتو” ته اړتیا ده او پدې یې هم ټینګار وکړ چې د ټولیز امنیت تړون غړی هېوادونه باید په ځانګړې توګه د ترهګرو د ګواښونو، سخت دریځۍ او د مخدره توکو اړوند ګواښونو ته جدی پاملرنه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1
گهیځ