افغان حکومت د سیمې هېوادونو ټرانزیټی موټرو لپاره د اسانتیاو ډېرښت خبر ورکوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سرپرست حکومت ویلی، ګاونډیو او سیمې هېوادونو ټرانزیټی موټرو ته د پخوا په پرتله اسانتیاوې ډېرې شوی دی.

د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، چې د هېواد په لویو لارو او ګمرکونو کې د اسانتیاو برابرېدل او د امنیت ټینګښت هغه مهم لاملونه دی، چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د ټرانزیټی موټرو لپاره یې افغان خاورې ته تګ – راتګ اسان کړی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وایی، افغان سوداګرو ته د منځنۍ آسیا، د ایران د عباس او چابهار بندرونو له لارې ټرانزیټ ډېر ګران تمامیږی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی خان جان الکوزی ویلی، د پاکستان په کراچۍ بندر کې د ټرانزیټ له لارې د توکو په لېږد کې ستونزې هم د سوداګرو لپاره په سترې ننګونې بدلې شوې دی.

په ورته مهال، مالیې وزارت وایی، ټرانزیټ د سرپرست حکومت د عایداتی څانګې یوه مهمه برخه ده چې له امله یې هېواد ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه عواید راځی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.