معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / افغان حکومت د فلسطین رسمیت پېژندنې په اړه د آیرلېنډ، ناروې او هسپانیې د پرېکړې هرکلی کړی

افغان حکومت د فلسطین رسمیت پېژندنې په اړه د آیرلېنډ، ناروې او هسپانیې د پرېکړې هرکلی کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې په اړه د آیرلېنډ جمهوریت او ناروې او هسپانیې شاهي دولتونو پرېکړه مثبت ګام بللی او هرکلی یې کړی.

د اعلامیې له مخې دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې صهیونيستي‌ اشغال د فلسطین پر تاریخي خاوره د تېري ترڅنګ په غزه کې د فلسطیني ملت د ټول وژنې په جنگي جنايت د ډيموگرافيک بدلون هڅه کوي.

د اعلامیې له مخې د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د فلسطین خاوره د فلسطیني ملت تاریخي مشروع حق بولي، د صهیونستي اشغالګرو له لوري روانه نسل‌ وژنه په سيمه کې د بې‌ ثباتۍ بنیادي عامل ګڼي او په کلکو ټکو یې غندي.

اعلامیه کې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې او خصوصا اسلامي‌ هېوادونو غږ کړی، چې د خپل مسوولیت او فلسطیني ملت د آزادۍ او دفاع د حق له مخې د روان ناورین مخنیوي لپاره عاجل اقدامات وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس