افغان حکومت د فلسطین رسمیت پېژندنې په اړه د آیرلېنډ، ناروې او هسپانیې د پرېکړې هرکلی کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطینی دولت د رسمیت پېژندنې په اړه د آیرلېنډ جمهوریت او ناروې او هسپانیې شاهی دولتونو پرېکړه مثبت ګام بللی او هرکلی یې کړی.

د اعلامیې له مخې دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کیږی، چې صهیونیستی‌ اشغال د فلسطین پر تاریخی خاوره د تېری ترڅنګ په غزه کې د فلسطینی ملت د ټول وژنې په جنگی جنایت د ډیموگرافیک بدلون هڅه کوی.

د اعلامیې له مخې د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د فلسطین خاوره د فلسطینی ملت تاریخی مشروع حق بولی، د صهیونستی اشغالګرو له لوری روانه نسل‌ وژنه په سیمه کې د بې‌ ثباتۍ بنیادی عامل ګڼی او په کلکو ټکو یې غندی.

اعلامیه کې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې او خصوصا اسلامی‌ هېوادونو غږ کړی، چې د خپل مسوولیت او فلسطینی ملت د آزادۍ او دفاع د حق له مخې د روان ناورین مخنیوی لپاره عاجل اقدامات وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.