کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزی ویاند ذبیـ ـح الله مجـ ـاهد ویلی، د مشرتابه د حکم له مخې د مساجدو د برېښنا لګښتونه معاف دی.
مـ ـجاهد په خپلې اېکس پاڼې لیکلی، اړونده ادارې دې په راتلونکی کې د یادو لګښتونو د تادیې غوښتنه نه کوی.
نوموړی ویلی، د مساجدو د برېښنا لګښتونو دې یوازې څارنه وشی، څو د مسجدونو برېښنا په نورو ځایونو کې استعمال نه شی.
تر دې وړاندې د افغان حکومت مشرتابه د هېواد په لویو لارو کې مسافرو ته د اسانتیاوو په موخه د مساجدو د جوړېدو حکم هم کړی وو، چې دا مهال یې د جوړېدو چارې دوام لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ