کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې د اوسني حکومت له راتګ وروسته د کورني ناخالص تولید کچه زیاته شوې ده.
اقتصادي معاونیت زیاته کړې، چې په کور دننه د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیوو د ټیټوالي اساسي لامل په کور دننه د دې توکو په تولید کې زیاتوالی دی.
اقتصادي معاونیت ویلي، د معقولو پولي سیاستونو پر اساس د مارکېټ ارزونې او تقاضا له مخې بازار ته افغانۍ عرضه شوې، چې ورسره د سوداګرۍ کسر په کمېدو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
نړېوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادی حالت ټکنی دی، د کورني ناخالص تولید کچه ټیټه شوې، انفلاسیون کم شوی، بازار ته د اړتیا وړ افغانۍ عرضه کولو کې کموالی راغلی او په سوداګرۍ کې هم کسر موجود دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/