کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادی معاونیت د افغانستان اقتصادی وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستی راپور په غبرګون کې ویلی، چې د اوسنی حکومت له راتګ وروسته د کورنی ناخالص تولید کچه زیاته شوې ده.
اقتصادی معاونیت زیاته کړې، چې په کور دننه د خوراکی او غیرخوراکی توکو د بیوو د ټیټوالی اساسی لامل په کور دننه د دې توکو په تولید کې زیاتوالی دی.
اقتصادی معاونیت ویلی، د معقولو پولی سیاستونو پر اساس د مارکېټ ارزونې او تقاضا له مخې بازار ته افغانۍ عرضه شوې، چې ورسره د سوداګرۍ کسر په کمېدو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
نړېوال بانک په خپل وروستی راپور کې ویلی، چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادی حالت ټکنی دی، د کورنی ناخالص تولید کچه ټیټه شوې، انفلاسیون کم شوی، بازار ته د اړتیا وړ افغانۍ عرضه کولو کې کموالی راغلی او په سوداګرۍ کې هم کسر موجود دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ