معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د نړیوال بانک وروستی راپور ستایلی

افغان حکومت د نړیوال بانک وروستی راپور ستایلی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت اقتصادي معاونیت د هېواد د اقتصادي وضعیت په تړاو د نړیوال بانک خپور شوی راپور ستایلی دی.
د خبر پر بنسټ، یاد راپور کې د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې رامنځته شویو مثبتو پرمختګونو ته اشاره شوې ده. په راپور کې ویل شوي چې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې، په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د خوراکي او غیر خوارکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی، د حکومت له لوري پر واردېدونکو خوراکي توکو تعرفه کمه شوې، په بانکي سیستم کې پرمختګ شوی او په ځانګړي ډول سوداګریزو شرکتونو لپاره اسانتیاوې رامنځته شوي، کاري فرصتونه زیات شوي، پر صادراتو سربېره د وارداتو او ملي عوایدو کچه زیاتو شوې، معاشونه په وخت ورکړل شوي او باکېفیته روغتیايي خدمتونه خلکو ته وړاندې شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس