کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت اقتصادی معاونیت د هېواد د اقتصادی وضعیت په تړاو د نړیوال بانک خپور شوی راپور ستایلی دی.
د خبر پر بنسټ، یاد راپور کې د افغانستان په اقتصادی وضعیت کې رامنځته شویو مثبتو پرمختګونو ته اشاره شوې ده. په راپور کې ویل شوی چې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې، په کور دننه د خوراکی توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د خوراکی او غیر خوارکی توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی، د حکومت له لوری پر واردېدونکو خوراکی توکو تعرفه کمه شوې، په بانکی سیستم کې پرمختګ شوی او په ځانګړی ډول سوداګریزو شرکتونو لپاره اسانتیاوې رامنځته شوی، کاری فرصتونه زیات شوی، پر صادراتو سربېره د وارداتو او ملی عوایدو کچه زیاتو شوې، معاشونه په وخت ورکړل شوی او باکېفیته روغتیایی خدمتونه خلکو ته وړاندې شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ