معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت: د واقعيتونو د موندنې او خپراوي پر اهميت ټينګ باور لري

افغان حکومت: د واقعيتونو د موندنې او خپراوي پر اهميت ټينګ باور لري

پنجشنه، د لړم ۱۲مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان سرپرست حکومت د خبریالانو سره د تشدد د معافیت ختمولو ورځې په تړاو، ویلي چې دوی د واقعیتونو په رابرسېره کولو او د هغې پر خپراوي باور لري.
په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د همدې باور له مخې یې رسنیو ته د هيواد له هرې سيمې د راپور چمتو کولو په موخه اسانتیاوې برابرې کړي، چې په خبره یې “له برکته یې په هيواد کې له ۲۷۰ زياتې داخلي رسنۍ فعاليت کوي “.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې حاکم نظام ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره سم د مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت او خونديتوب ډاډ ورکوي.
د خبرپاڼې په حواله، دمګړۍ ۱۴ بهرني خبري چينلونه په هېواد کې دايمي حضور لري او د ۱۴۰۱ کال له پيله تر اوسه د امریکايي، اسټرلیايي، اسيايي او اروپايي هېوادونو له ۱۹۶ خبري چينلونو څخه تر ۷۰۰ خبریالانو ته د تګ راتګ او راپور چمتو کولو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
دغه وزارت همدا رنګه ویلي، چې د ا.ا لخوا په افغانستان تر بشپړې ولکې حاصلولو وروسته، په افغانستان کې د خبریالانو د وژنې کچه صفر ده.
په خبرپانه کې ویل شوي، چې تر دا مهال کومه رسنۍ او استازي یې له امنیتي ننګونو سره نه دي مخ شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د کابل نیوز خصوصي ټلویزیون خپل نشرات بند کړي او ویلي یې دي، چې د ځینو فشارونو له امله یې دغه پرېکړه کړې.
که څه هم په دې اړه چې دوی د چا لخوا او د کومو فشارونو له وجهې دې پرېکړې ته اړ شوي، وضاحت نه دی ورکړل شوی خو داسې ګنګوسې شته، چې د دغه ټلویزیو مدیر د ملي امنیت لخوا نیول شوی دی.
پرون (چهارشنبه د نوامبر دوهمه) د خبریالانو سره دتشدد او تاوتریخوالي پر وړاندې د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په دې اړه ویلي وو، چې په افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي او د خبریالانو د خوندیتوب او د معافیت د پایته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس