افغان حکومت: د واقعیتونو د موندنې او خپراوی پر اهمیت ټینګ باور لری

پنجشنه، د لړم ۱۲مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان سرپرست حکومت د خبریالانو سره د تشدد د معافیت ختمولو ورځې په تړاو، ویلی چې دوی د واقعیتونو په رابرسېره کولو او د هغې پر خپراوی باور لری.
په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، د همدې باور له مخې یې رسنیو ته د هیواد له هرې سیمې د راپور چمتو کولو په موخه اسانتیاوې برابرې کړی، چې په خبره یې “له برکته یې په هیواد کې له ۲۷۰ زیاتې داخلی رسنۍ فعالیت کوی “.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې حاکم نظام ټولو رسنیو ته د اسلامی ارزښتونو او ملی ګټو سره سم د مسلکی چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعالیت او خوندیتوب ډاډ ورکوی.
د خبرپاڼې په حواله، دمګړۍ ۱۴ بهرنی خبری چینلونه په هېواد کې دایمی حضور لری او د ۱۴۰۱ کال له پیله تر اوسه د امریکایی، اسټرلیایی، اسیایی او اروپایی هېوادونو له ۱۹۶ خبری چینلونو څخه تر ۷۰۰ خبریالانو ته د تګ راتګ او راپور چمتو کولو اسانتیاوې برابرې شوې دی.
دغه وزارت همدا رنګه ویلی، چې د ا.ا لخوا په افغانستان تر بشپړې ولکې حاصلولو وروسته، په افغانستان کې د خبریالانو د وژنې کچه صفر ده.
په خبرپانه کې ویل شوی، چې تر دا مهال کومه رسنۍ او استازی یې له امنیتی ننګونو سره نه دی مخ شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د کابل نیوز خصوصی ټلویزیون خپل نشرات بند کړی او ویلی یې دی، چې د ځینو فشارونو له امله یې دغه پرېکړه کړې.
که څه هم په دې اړه چې دوی د چا لخوا او د کومو فشارونو له وجهې دې پرېکړې ته اړ شوی، وضاحت نه دی ورکړل شوی خو داسې ګنګوسې شته، چې د دغه ټلویزیو مدیر د ملی امنیت لخوا نیول شوی دی.
پرون (چهارشنبه د نوامبر دوهمه) د خبریالانو سره دتشدد او تاوتریخوالی پر وړاندې د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په دې اړه ویلی وو، چې په افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دی او د خبریالانو د خوندیتوب او د معافیت د پایته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.