کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلی، کومو ستونزو او ګواښونو نسبت چې افغانستان ته کیږی، په حقیقت کې د دې هرڅه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږی.
د افغانستان لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت استازی اصف درانی د افغانستان په تړاو ویلی، که نړۍ افغانستان ته پام ونه کړی، نو د سپټمبر ۱۱ مې بله پېښه رامنځته کېدای شی.
همدې څرګندونو ته په غبرګون د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلی، د درانی څرګندونې له ځمکنیو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده او د هرې نړیوالې پېښې احتمال له پاکستان شته.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په خپلې اېکس پاڼې ویلی، افغانستان اوس یو امن او باثباته هېواد دی چې د بهرنیو هیوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچینو په کارولو سره د اقتصادی ځان بسیاینې لپاره هلې – ځلې کوی.
تکل ویلی، د افغانستان حکومت توانېدلی چې داعـ ـش ډله په بشپړ ډول وځپی خو د ډیورنډ فرضی کرښې هغې غاړه کې یې د داعش د پټنځایونو له منځه وړل د دې ډلې په نابودۍ مشروط شوی دی.
نوموړی ټی ټی پی د پاکستان کورنۍ مسله بللې چې کورنی حل غواړی او افغان حکومت د خپل نېک نیت ثبوت ورته له پخوا وړاندې کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ