کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرستیال ویاند کندز کې د تېرې ورځې چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی څرګنده کړې.
مرستیال ویاند وژل شویو ته د جنت او ټپیانو ته د ژر روغتیا هیله کړې.
مسوولینو ویلی، تر اوسه د چاودنې دقیق لامل او عاملین نه دی څرګند، خو اړوند امنیتی ادارې د پېښې د څرنګوالی په اړه جدی پلټنې کوی.
د اعماق په نوم داعـ.ـش پورې تړلې پاڼې ویلی، برید د دوی له لوری شوی، چې په کې لسګونه تنه یې وژلی دی.
دغه چاودنه چې تېره ورځ کندز کې د کابل بانک مخې ته د هغو خلکو په منځ کې ترسره شو، چې د خپلو معاشاتو پسې بانک ته راغلی وو.
دغه پېښه کې سرچینو د ۱۴ تنو د وژل کېدو او د اوو تنو نورو د ټپی کېدو پخلی کړی، خو مسوولینو بیا یوازې د پنځو تنو وژل کېدل تایید کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ