افغان حکومت د کډوالو ستونزو حل په اړه پاکستان لوری سره خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند ویلی، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې شوې دی.
د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، پاکستانی چارواکو په دغو خبرو کې ژمنه کړې چې افغان کډوال به نه ځورول کیږی.
د دغو خبرو د کولو راپورونه په داسې مهال خپریږی، چې په وروستیو اونیو کې له افغان کډوالو سره د پاکستان د پولیسو بد چلند او نیولو راپورونه خپاره شوی دی.
بل لور د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت کونسل وایی، د دغې کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې تر ۲۰۰ زیات افغان کډوال له بنده خوشی شوی دی. د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، په وروستۍ یوې میاشت کې تر ۱۰۰ زرو زیات افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له دروازو خپل هېواد ته اړول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.