افغان حکومت غور کې د داعـ.ـ ـش ډلې د مهم ګروپ له منځه وړلو خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزی ویاند خبر ورکړی، چې پر داعشو دغه عملیات تېره ورځ ځانګړو ځواکونو د غور مرکز اړوند مارکو سیمه کې ترسره کړی، چې د دې ګروپ مشر او د دوی یو بل مهم غړی په کې وژل شوی دی.

مجاهد ویلی، دې ګروپ تېره ربیع الاول میاشت کې د غور او دایکندی ترمنځ سیمه کې پر اهل تشیع هېوادوالو برید هم کړی و، چې ۲۰ هېوادوالو ته یې مرګ – ژوبله اړولې وه.

د افغان حکومت ویاند زیاتوی، له تېرې یوې اونۍ راهیسې د دې ګروپ پر ضد د ځانګړو ځواکونو عملیات پیل شوی وو، چې عملیاتو کې یو شمېر داعـ ـش له وسلو، مهماتو او منفجره توکو سره نیول شوی هم دی او پر خپلو جرمونو یې اعترافونه کړی.

نوموړی زیاته کړې، چې دوی خپل ټول بریدونه په بلوچستان کې د داعـ ـ ـش خـ ـراسان څانګې د رهبرۍ په مستقیمه لارښوونه ترسره کول، چې یو شمېر نور ملګری یې هم بلوچستان ته د تېښتې په حال پر لار نیول شوی دی.

تر دې وړاندې هم د افغان حکومت ویاند ویلی پاکستان او تاجکستان د افغانستان په نا امن کولو تورن کړی وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.