افغان حکومت له ازبکستان سره د اړیکو ترینګلتیا رد کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د افغان حکومت مرکزی ویاند ذبـ.ـیح الله مـ ـجاهد رسنیو ته په استول شوی غږیز کلیپ کې د افغان حکومت او ازبکستان ترمنځ د اختلافونو شتون رد کړ.

نوموړی د هېوادونو ترمنځ د ځینو ملحوظاتو شتون یو طبیعی چاره بولی، چې په خبره یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړیکی په ښه وضعیت کې دی.

مـ ـجاهد زیاته کړې، افغانستان او ازبکستان ګڼ مشترکات لری او ازبکستان په ګڼو برخو کې له افغانستان سره مرسته هم کړې ده.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږی، چې وړاندې تر دې یوه څېړنیز بنسټ په خپل راپور کې ویلی وو، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ځینو مسایلو اړیکی ترینګلې شوې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.