افغان حکومت له ترکیې د کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: (د چنګاښ یا سرطان ۲۵مه او د جولای میاشتې ۱۶مه نېټه ده) د کانونو او پټرولیم وزارت له ترکی سوداګرو غواړی څو په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونه وکړی.
دا خبره یاد وزارت پر خپل تویټر کړې، وزارت ویلی چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای سره لیدلی.
د وزارت په وینا ، دواړو لورو د ښو اړیکو ترڅنګ په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پر پانګونې ټینګار کړی.
د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له سفیر څخه په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې غوښته کړې.
ترکی سفیر که څه هم د کانونو په برخه کې د پانګونې په تړاو څه نه دی ویلی، خو له افغانستان سره یې د هر ډول همکاریو ډاډ څرګند کړی.
دا لیدنه داسې مهال کېږی، چې له دې وړاندې یو شمېر بهرنیو او افغان پانګه والو په افغانستان کې د ناامنۍ او د پانګونې لپاره د لازمونو فرصتونو په برخه کې د ستونزو یادونه کړې وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.