کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر ایلوا فیلیون د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره لیدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تېره شپه رسنیو ته په استول شوی خبرپاڼه کې ویلی، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر څخه په دغه لیدنه کې غوښتی، چې اوس باید دوی په نورو برخو کې خپل فعالیتونه پراخ کړی.
د خبرپاڼې له مخې امیر خان متقی ویلی، اوس د جګړې ټپیان کم شوی، نو د سره صلیب کمېټه باید د زندانیانو د پالنې، معلولینو ته د مصنوعی اعضاوو د پېوند، د اړتیا په صورت کې بهرنیو هېوادونو ته د معلولینو لېږد او د داخله ناروغانو د تداوۍ په برخه کې خپل خدمات پراخ کړی.
خبریاڼې زیاته کړې، افغانستان لپاره د سره صلیب کمېتې مشر متقی ته د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې پر خپلو فعالیتونو او پروژو باندې رڼا واچوله او د خپلو خدماتو د رسولو په برخه کې یې د حکومت له هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه.
نوموړی ویلی چې افغانستان تازه له جګړې وتلی هیواد دی او دوی تر بل هر چا د خدماتو تمرکز په افغانستان کوی.
وروسته له هغې چې پر افغانستان اوسنی واکمن خپلې منګولې ټینګې کړې، په ټول هېواد کې د مرګ_ژوبلې کچه ورسره.د پام وړ کمښت وموند.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ