کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۵ نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان ته د قطري پلاوي له سفر وروسته، د سرپرست حکومت ویاند د دغه سفر په تړاو جزییات وړاندې کړي دي.
نوموړي ويلي، چې په دې کتنه کې سرپرست افغان حکومت د اړیکو د ښه کېدو، د همکاریو د دوام او په افغانستان کې د قطر د پانګونې غوښتنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، سرپرست افغان حکومت له قطري پلاوي غوښتي چې له افغانستان سره د نړۍ د ډيپلوماټیکو اړیکو د ښه کېدو په برخه کې د هېوادونو د شک او بدګومانۍ د لرې کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
بل لور هېواد ته د قطري پلاوي له سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره په ټیلېفوني اړیکه کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په تړاو خبرې کړې دي.
تر اوسه د دغو خبرو جزییات څرګند نه دي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې واشنګټن له افغانستان سره د قطر د دوامداره مرستو ستاینه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/