کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۵ نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان ته د قطری پلاوی له سفر وروسته، د سرپرست حکومت ویاند د دغه سفر په تړاو جزییات وړاندې کړی دی.
نوموړی ویلی، چې په دې کتنه کې سرپرست افغان حکومت د اړیکو د ښه کېدو، د همکاریو د دوام او په افغانستان کې د قطر د پانګونې غوښتنه کړې ده.
نوموړی زیاته کړې، سرپرست افغان حکومت له قطری پلاوی غوښتی چې له افغانستان سره د نړۍ د ډیپلوماټیکو اړیکو د ښه کېدو په برخه کې د هېوادونو د شک او بدګومانۍ د لرې کولو په برخه کې کوټلی ګامونه پورته کړی.
بل لور هېواد ته د قطری پلاوی له سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطری سیال سره په ټیلېفونی اړیکه کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په تړاو خبرې کړې دی.
تر اوسه د دغو خبرو جزییات څرګند نه دی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی دی، چې واشنګټن له افغانستان سره د قطر د دوامداره مرستو ستاینه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ