ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۶مه او د جولای میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقانی وایی، دوی له نړۍ سره اقتصادی او ډیپلوماتیکو اړیکو ته چمتو او لېواله دی.
هغه دا خبره تېره شنبه (د چنګاښ ۲۵مه) د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال کړې.
د کورنیو چارو وزارت د سراجالدین حقانی له قوله لیکلی، دوی د نړۍ د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی او د دوه اړخیزو مثبتو اړیکو د پاللو وړتیا لری.
هغه دا هم ویلی، چې نړۍ دې افغانستان سره خپلې مرستې او تر خوا یې پروژې بېرته پیل کړی.
هغه وویل:”دنیاوال دې دا غږ واوری، کنګل شوې پیسې دې خوشې کړی، پروژې دې بېرته فعالې کړی، زلزله ځپلو سره چې کومو بنسټونو کُمکونه کړی و، کومو دولتونو کُمکونه کړی وو، یا چې په دې سېلابونو کې کمک کړی، موږ ډېر ورځنې ممنون یوو، د مرستو او کُمکونو توجه دې، دې لوری ته راوګرځوی.”
دا په داسې حال کې ده، چې د ا.ا مشرتابه هبتالله اخندزاده هم د اختریز پیغام په تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې له نړۍ سره د ښو اړیکو او چلن غوښتنه کړې وه.
گهیځ