افغان حکومت وایی له تاجکستان لسګونه زره ټنه ګاز واردوی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چڼګاښ/سرطان درېیمه او د جولای میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د رییس الوزراء د اقتصادی مرستیال دفتر وایی، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د اوبلن ګازو د وارداتو ډېرولو وړاندیز تایید شو.
د ملا عبدالغنی برادر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د رییس الوزارء اقتصادی مرستیالی، د عالی مقام ارشد مشاوریت، د سټنډرډ ملی ادارې او د افغانستان د نفت او ګازو دولتی شرکت په ګډه ناسته کې له ترکمنستان څخه د اوبل ګازو د وارداتو ډېرولو په اړه له دغه هېواده د مایع ګاز د واردوونکو شرکتونو ژمنې له هر اړخیزو بحثونو وروسته تایید شوې.
خبرپاڼه زیاتوی، له ترکمنستان سره د لسګونه زره ټنه اوبلن ګازو د شوی قرارداد پر بنیاد به د ګازو واردوونکی شرکتونه ډېر ژر زرګونه ټنه ګاز چې دمګړۍ د افغانستان بندرونو ته رارسېدلی دی، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته وارد کړی.
په خبرباڼه کې راغلی، د دې کچې ګاز په واردېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګاز بیې د پام وړ راټیټې شی.
د سرچینې په خبره، ډېر ژر به لسګونه زره ټنه نور اوبلن ګاز هم د هېواد بندرونو ته را ورسېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.