معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي، ایران دې د اوبو مسله نه سیاسي کوي

افغان حکومت وایي، ایران دې د اوبو مسله نه سیاسي کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې سرپرست افغان حکومت له ایران سره د حقابې په اړه د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دی.
د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې ایران باید افغانستان کې اقلیمي بدلونونو ته هم پاملرنه وکړي.
نوموړی وايي، وروستیو کې افغانستان کې وچکالي او اقلیمي بدلون د دې لامل شوی، چې په کمال خان، کجکي او نورو بندونو کې اوبه کمې شي.
هغه همداراز له ایراني چارواکو غوښتي چې خپلې غوښتنې د ۱۳۵۱ کال له تړون سره په سمون کې وکړي او له دغه هېواده یې په کلکه غوښتنه وکړه، چې د اوبو حیاتي موضوع دې نه سیاسي کوي.
ده همداراز زیاته کړه که څوک غواړي د کار لپاره له افغانستانه په خپله خوښه نورو هېوادونو ته سفر وکړي، هېڅوک یې مخالفت نه‌ کوي، خو ورته مهال یې د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ هغو کسانو ته ویزې ورنه‌ کړي چې وايي، په افغانستان کې یې سرونه خوندي نه‌ دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس