کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې یوې غونډې ته ویلی، چې سرپرست افغان حکومت له ایران سره د حقابې په اړه د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دی.
د خبر له مخې نوموړی زیاته کړې، چې ایران باید افغانستان کې اقلیمی بدلونونو ته هم پاملرنه وکړی.
نوموړی وایی، وروستیو کې افغانستان کې وچکالی او اقلیمی بدلون د دې لامل شوی، چې په کمال خان، کجکی او نورو بندونو کې اوبه کمې شی.
هغه همداراز له ایرانی چارواکو غوښتی چې خپلې غوښتنې د ۱۳۵۱ کال له تړون سره په سمون کې وکړی او له دغه هېواده یې په کلکه غوښتنه وکړه، چې د اوبو حیاتی موضوع دې نه سیاسی کوی.
ده همداراز زیاته کړه که څوک غواړی د کار لپاره له افغانستانه په خپله خوښه نورو هېوادونو ته سفر وکړی، هېڅوک یې مخالفت نه کوی، خو ورته مهال یې د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ هغو کسانو ته ویزې ورنه کړی چې وایی، په افغانستان کې یې سرونه خوندی نه دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ