معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي، د اساسي قانون پر جوړولو کار روان دی

افغان حکومت وایي، د اساسي قانون پر جوړولو کار روان دی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست‌ الوزرا سیاسي مرستیال هیله ښودلې، چې سرپرست حکومت به د نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شي.
نوموړي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې د رسمیت پیژندنې ټول شرایط یې بشپړ کړي او په نږدې راتلونکي کې به د نړۍ له لوري په رسمیت وپېژندل شي.
د ده په خبره، نړۍ مکلفه ده چې سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.
د سرپرست حکومت دې چارواکي ويلي، د اساسي قانون پر جوړولو کار روان دی او د سترې محکمې د رییس په مشرۍ یې یو پلاوی د دغه کار لپاره ګمارلی دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاتوي چې د تېر حکومت ۵۰۰ زره کارکوونکي د اوسني دولت په چوکاټ کې کار کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس