کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال هیله ښودلې، چې سرپرست حکومت به د نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شی.
نوموړی له طلوع نیوز سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې د رسمیت پیژندنې ټول شرایط یې بشپړ کړی او په نږدې راتلونکی کې به د نړۍ له لوری په رسمیت وپېژندل شی.
د ده په خبره، نړۍ مکلفه ده چې سرپرست حکومت په رسمیت وپېژنی.
د سرپرست حکومت دې چارواکی ویلی، د اساسی قانون پر جوړولو کار روان دی او د سترې محکمې د رییس په مشرۍ یې یو پلاوی د دغه کار لپاره ګمارلی دی.
د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال زیاتوی چې د تېر حکومت ۵۰۰ زره کارکوونکی د اوسنی دولت په چوکاټ کې کار کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ