افغان حکومت وایی، د برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره پور یې تادیه کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د تېر حکومت د برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره قرضونه ګاونډیو هېوادونو ته تادیه شول.

د برېښنا شرکت زیاته کړې، چې د جمهوریت له وخت څخه په برېښنا شرکت د ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران د برېښنا قرضداری د برېښنا په برخه کې لویه ستونزه پاتې وه.

د مسوولینو په وینا سرپرست حکومت وکولی شول، چې د پورته ټولو هېوادونو د برېښنا ټوله ۶۲۷ میلیونه ډالره قرضداری په بشپړه توګه ادا کړی.

د دوی په خبره سرپرست حکومت د وارداتی برېښنا په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیرېدونکې برېښنا پیسې له وړاندې اړوندو هېوادونو ته تحویل کړې دی.

دوی دغه وینا په داسې مهال کوی چې د هېواد ډېری برخو کې خلک د برېښنا له کمښته شکایت کوی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.