کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپی پروژې له اجرایوی رییس سره په کتنه کې ویلی، ټاپی پروژه د ټولو ګډونوالو هېوادونو په ګټه ده.
په دې کتنه کې د ټاپی پروژې د وروستیو پرمختګونو او په ځانګړې توګه د عملی او تخنیکی اړخونو او راتلونکو ګامونو په اړه خبرې شوی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلی، سرپرست وزیر د دې پروژې په ژر تر ژره پلی کېدو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې په افغانستان کې د ټاپی پر وړاندې هېڅ ډول خنډ وجود نه لری.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د کارونو د لا چټکتیا په موخه هوکړه کړې، چې د یادې پروژې د ټولو اړخونو د ښې همغږۍ په موخه به کاری ډلې جوړوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ