افغان حکومت وایی، د ټاپی پروژې پیلېدو ته بشپړ چمتووالی لری

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت ویاند ویلی، چې افغانستان د ټاپی پروژې عملی کولو ته چمتو دی او تمه ده چې درې واړه هېوادونه په ګډه عمل وکړی.
نوموړی ویلی، چې حکومت د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره زیاتې هلې – ځلې کوی او دا مهال ۵ زره تنه د قوش تېپې پروژه کې او دغه راز ۱۵۰ زره کسان د هېواد په کانونو کې په کار بوخت دی.
مجاهد خپلو دغو څرګندونو کې د ټاپی پروژې یادونه کړې او ویلی یې دی، چې دوی د دې پروژې پلې کولو ته بشپړ چمتوالی لری، خو د ټاپی پروژې د پلې کېدو لپاره باید نور هېوادونه هم په دې برخه کې اقدام وکړی.
نوموړی ویلی، چې د ټاپی پروژې په پرانیستلو سره به په دې برخه کې ګڼ شمېر نورو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.