معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي، لویدیزو هېوادونو کې د افغانانو حقونو د تامین لپاره هڅې کوي

افغان حکومت وایي، لویدیزو هېوادونو کې د افغانانو حقونو د تامین لپاره هڅې کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په لوېدیځو هېوادونو کې د افغانانو د حقونو د تامین لپاره د ډيپلوماتیکو هڅو خبر ورکړی.

تکل ویلي، د دې لپاره چې په بهرنیو هېوادونو کې افغانان حقه حقونو او قونسلي خدماتو ته لاسرسي ولري، له ځینو لوېدیځ هېوادونو سره د ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.

مرستیال ویاند زیاته کړې، دا چې د ويانا کنوانسيون له مخې قونسلي خدمات له رسميت پېژندنې سره اړه نه لري، نو په همدې اساس بهرنيو چارو وزارت باور لري، چې قونسلي چارې له سياسي هغو سره تړل د ستونزو د پای نه، بلکې د وګړو حقونو د پښو لاندې کېدو سبب کیږي.

نوموړي ویلي، دوی له اړوندو هېوادونو سره خپلو خبرو او هڅو ته دوام ورکوي، څو په اوصولي بڼه او ټولو لوریو ته دمنلو وړ قونسلي خدماتو لړۍ پیل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس