افغان حکومت وایی، لویدیزو هېوادونو کې د افغانانو حقونو د تامین لپاره هڅې کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په لوېدیځو هېوادونو کې د افغانانو د حقونو د تامین لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو خبر ورکړی.

تکل ویلی، د دې لپاره چې په بهرنیو هېوادونو کې افغانان حقه حقونو او قونسلی خدماتو ته لاسرسی ولری، له ځینو لوېدیځ هېوادونو سره د ډیپلوماټیکې هڅې دوام لری.

مرستیال ویاند زیاته کړې، دا چې د ویانا کنوانسیون له مخې قونسلی خدمات له رسمیت پېژندنې سره اړه نه لری، نو په همدې اساس بهرنیو چارو وزارت باور لری، چې قونسلی چارې له سیاسی هغو سره تړل د ستونزو د پای نه، بلکې د وګړو حقونو د پښو لاندې کېدو سبب کیږی.

نوموړی ویلی، دوی له اړوندو هېوادونو سره خپلو خبرو او هڅو ته دوام ورکوی، څو په اوصولی بڼه او ټولو لوریو ته دمنلو وړ قونسلی خدماتو لړۍ پیل شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.