کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اقتصاد وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغان حکومت په هېڅ صورت پر بهرنیو مرستو متکي نه دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري یوې خصوصي رسنۍ ته په مرکه کې ویلي، د ټرمپ ګواښونه به د افغان حکومت پر پرېکړو هېڅ اغېز ونه کړي.
نوموړي زیاته کړې، دا په هره برخه کې خپلواک نظام دی او هېڅکله یې بهرنیو مرستو باندې اتکاء نه ده کړې.
ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې ویلي وو، چې افغانستان ته د امریکا بشري مرستو دوام د امریکا پوځي تجهیزاتو په بېرته ورکولو پورې تړلی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/