کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اقتصاد وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلی، افغان حکومت په هېڅ صورت پر بهرنیو مرستو متکی نه دی.
د اقتصاد وزارت مسلکی مرستیال عبداللطیف نظری یوې خصوصی رسنۍ ته په مرکه کې ویلی، د ټرمپ ګواښونه به د افغان حکومت پر پرېکړو هېڅ اغېز ونه کړی.
نوموړی زیاته کړې، دا په هره برخه کې خپلواک نظام دی او هېڅکله یې بهرنیو مرستو باندې اتکاء نه ده کړې.
ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې ویلی وو، چې افغانستان ته د امریکا بشری مرستو دوام د امریکا پوځی تجهیزاتو په بېرته ورکولو پورې تړلی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ