معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي، هڅه کوي چې افغانستان کې د ټاپي پروژې پاتې چارې پيل شي

افغان حکومت وایي، هڅه کوي چې افغانستان کې د ټاپي پروژې پاتې چارې پيل شي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي نل لیکې پر غځولو، د تورغنډۍ سټېشن د ظرفیت پر لوړولو او د هرات نورالجهاد برېښنا سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ سرپرست وزیر ویلي، د افغانستان اړوندې ادارې د ټاپي پروژې د حقوقي اسنادو پر وروستي کولو کار کوي، څو د دغې پروژې د کار پیل لپاره زمینه برابره شي.

سرپرست وزیر همدارنګه زیاته کړې، چې تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ اړوند تاسیساتو د جوړولو په اړه هم اړونده افغان اداره کار کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس