کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلی.
خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپی نل لیکې پر غځولو، د تورغنډۍ سټېشن د ظرفیت پر لوړولو او د هرات نورالجهاد برېښنا سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې کړې دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ سرپرست وزیر ویلی، د افغانستان اړوندې ادارې د ټاپی پروژې د حقوقی اسنادو پر وروستی کولو کار کوی، څو د دغې پروژې د کار پیل لپاره زمینه برابره شی.
سرپرست وزیر همدارنګه زیاته کړې، چې تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ اړوند تاسیساتو د جوړولو په اړه هم اړونده افغان اداره کار کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ